انصار: (د لیندۍ ۱۰ مه)، د متحده عرب اماراتو دولتمشر محمد بن زاید آل نهیان د طالبانو له سفیر بدرالدین مولانا سره ولیدل او د افغانانو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره یې د خپل هیواد د ژمنتیا پخلی وکړ.
د اماراتو د دولتي خبري اژانس وام د راپور له مخې، طالبانو سفیر په وروستیو ورځو کې خپل باورلیک د متحده عربي اماراتو دولتمشر ته وړاندې کړی و.
د اماراتو دولتي خبري آژانس «وام» د دې کتنې خبر ورکړ او ویې ویل چې د متحده عربي اماراتو دولتمشر آل نهیان ښاغلي مولانا ته ښه راغلاست ووایه او هغه ته یې په خپل ډیپلوماتیک رول کې د بریا هیله وکړه.
شیخ محمد بن زاید آل نهیان یو ځل بیا د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د متحده عربي اماراتو ژمنتیا تکرار کړه.
طالبانو د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې بدرالدین مولانا د خپل شارژدافیر په توګه وټاکه. د اګست په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مولانا اسناد یې رسماً منلي دي، او د دې بهیر څارنه د وزارت د تشریفاتي چارو مرستیال سیف عبدالله الشمسي وکړه.
د متحده عربي اماراتو او طالبانو ترمنځ دا اړیکې په داسې حال کې ټینګې شوي چې د بشري حقونو سازمانونه او د افغانستان وګړي، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالان، د طالبانو د روانو محدودیتونو په اړه خپله اندېښنه ښيي. منتقدین له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د دې ډلې له لوري د نجونو د ښوونځیو د بندېدو مسلې ته لومړیتوب ورکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34608